دوه تنه انګلیسی څیړونکی پرایران باندی یرغل يوخطرناکه اواحمقانه سیاست وبلل!
ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل)) 	ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل))

   دانټرنیټ  دفارسی منابعوڅخه

 

دبین المللی مسایلودوه تنه انګلیسی څیړونکی هرډول نظامی تیری یې پرایران باندی «خطرناکه ، احمقانه ،اوپرغلطی محاسبی اودوه مخی باندی ولاړڅرګنده کړي اووی بلل .

د« هیوبارنز»ددموکراسی دڅانګی مدیرد«انګلیس دباندني سیاست  په مرکزکی» او  "آلكس بيگهام" ددی مرکزداړیکودڅانګی درئیس،دغه ګډګزارش به په مکمل ډول په راتلونکی اونی کی په مطبوعاتوکی خپریږی، نولنډموضوعات یې دادي .

دانګلیس دباندنی سیاست مرکز،یوه څیړندویه اومشورتی موسسه ده چې تل یې څیړنی دکارونوپه پرځای کولوکی مثبت رامنځته شویدی اوتل دتخصیصی جلساتودایریدل اوعلمی ناسته یې  دانګلیس ددولت وسیاسی باندنی اړیکوته دلارښودنی اودمشوری ورکولودپاره دی .

دوه انګلیسی څیړونکی  دخپل ګزارش په یوه برخه کی د«ایران پوهه» ترسرلیک لاندی لیکلی یې دي:

پرایران باندی نظامی یرغل نه یوازی  دیوی ستری غمیزی«فاجعی» رامنځته کیدل اودسیمی دامنیت پرضد به یوعمل وی ،اوهمدارنګه دامریکی ددولت دهغوادعاواوهغوسوله غوښتنی سیاستونوسره هم یوشان ندی اودسیاست پرخلاف  دی .

ددی ګزارش په بله برخه کی چې مخکی دهغه دټولومندرجوموضوعاتوله خپریدوڅخه په لنډډول خپره شویده، اولیکی یې چې په دی وروستیواونوکښی یوشمیرخپرونی  نامناسبه اوګمراه کوونکی سیاستونه  یې په مخ کی نیولي دي،اودایران سره یې مخامخه جګړه حتمی اعلان کړیدی ،پدی حال کی چې داعمل نه حتمی اونه پرځای کیدونکی دی اونه  دملګروملیتونودامنیتی شورا څخه تاییدسوی دی .

سیاست پوهان،ورځپاڼی لیکوونکی،شینونکی اونورڅیړونکی په ډیرهوشیاری، آرامی اوعاقلانه ډول سره بایدمسایل څرګند کړیاووی لیکی اودداسی منافقانه وړاندی  ویلو څخه چې ددیپلماتیکوخبراترودمنځه وړلواودورانی اوویجاړی سبب ګرځی مخ نیوی  دی وکړی .

دواړي خواوي اوس په داسی وضعیت اوحالت کی قرارلري چې کیدی سی یوبل دجګړی وخواته سره راکش کړی اودجګړی سبب دی وګرځی،نوله دی کبله دواړي خواوي باید دسولی اوآرامتیا سره مسایل حل کړی.

  انگليسي څیړونکی همدارنګه وایې ممکن دنظامی یرغل لاس ته راوړنی  ددی باعث شی چې ایران دان ټی پی سازمان څخه ووځی  اود فارس دخلیج دسمیزژونددچټلتیااوککړتیا سبب هم وګرځی  اوددی امکان به هم ممکن رامنځته شی چې دهرمزتنګی دی هم وتړل شی  اودنفتواوپطرولو صادره ول نړی ته بند شی اودمسلمانانودیرغلونوخطرهم دامریکی پرشتمنیوباندی دنړی په مختلفوسیموکښی زیات شی .

دغه څیړونکي په دی باوري دي چې دامریکی دیوشمیرنوی محافظه کارانو دغه لړلید،چې ممکن نظامی یرغل دایران پردولت باندی به دخلکودراپاریدلوسبب به وګرځی،داپه هغه اندازه واقعی خبری  ندی لکه دوړاندی څخه چی ویلی کیدل چې عراقی ښورښیان دعراقی دنیولووروسته دامریکاییانووپښو ته ګلان یې پریښودل .

ټوله څیړنی ددی ښکارندوی دی چې دامریکی نظامی یرغل  پرایران باندی دایران دخلکویووالی اویوموټی کیدل دخپل دولت دلارښودونکودملاتړملګری کړی اودتیری کوونکواودیرغلګرانوپه وړاندی دښمنی به رامنځته کړی .  

 

 


April 11th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی